د جام څلي د بیا رغونې چارې پای ته ورسېدې

wares_admin
Wed, Nov 01 2023 2:05 PM
.....

په غور ولایت کې جام څلی د افغانستان اسلامي دورې له تاریخي آبدو څخه دی، چې د غوري شاهانو او پیاوړو هنرمندانو له لوري پکې د ۶۵.۲۵ مترو لوړوالي، ۱.۶۲-۹.۹۲ متره قطر او څلورو پوړونو کې په عالي درجه جوړ شوی دی. دا څلی د یونسکو په نړیوالو میراثونو کې هم ثبت او د یو کلتوري ارزښت په توګه پېژندل شوی دی.
 له بده مرغه په تېرو څو لسیزو کې د طبیعي او انساني عواملو له امله ورته زیان رسېدلی و. له نېکه مرغه په ۱۴۰۱ کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یونسکو سازمان په ابتکار سروې او د بیا رغونې چارې یې پیل شوې او له ۷ میاشتو کار وروسته په ۱۴۰۲ کال کې یادې چارې پاي ته ورسېدې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په داسې حال کې چې د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د لرغون پوهنې او تارخي آبداتو رئیسانو او د قراردادي شرکت مسؤلینو یې ملتیا کوله د یاد څلي د بیارغولو تر ارزونې وروسته د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارلو.

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS