په پکتیا کې د تعلیم الاسلام د سیالۍ ازموینه واخیستل شوه

wares_admin
Sun, Aug 13 2023 2:45 PM
.....

نن یکشنه (۱۴۴۵/۱/۲۷ هـ ق) د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لورې د ۱۸۹۳ تنو ځوانانو څخه د تعلیم الاسلام تر سلیک لاندې د سيالۍ ازموینه واخیستل شوه.
په دې اړه د ځوانانو چارو عمومي مدیر عظیم زرمتي وویل: چې د دغه سیالۍ لپاره ۱۸۹۳ تنو ځوانانو د مرکز ګردېز په ګډون ولسوالیو څخه نوملیکنه کړې وه، چې د تعلیم الاسلام په کتاب کې ترې په شفاف ډول ازموینه واخیستل شوه.
زرمتي زیاته کړه، چې د دغې ازموینې پایلې به ډیر ژر د ټاکل شوې کمېټې له لوري اعلان شي او پر بریالیو کسانو به ډالۍ وويشل شي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر عقل خان وهاج وویل: چې له دغې سیالۍ څخه موخه د ځوانانو تر منځ سالم علمي رقابت، په اسلامي لحاظ فکري روزنه، د مطالعې عامول او د شریعت له احکامو څخه خبرول دي. وهاج زیاته کړه، چې دا ډول سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د فکري روزنې لپاره خورا مهمې دي.

تازه ترین اخبار

Wed, Oct 21 2026 11:40 AM
Background image

Sar-e Pul Hosts Cultural Coordination Meeting and Traditional Sports Festival

The Deputy Ministry for Culture and Arts of the Ministry of Information and Culture held a cultural coordination meeting and traditional sports festival in Sar-e Pul, bringing together. . .

Wed, Oct 21 2026 10:37 AM
Background image

Media Complaints and Violations Commission Holds Regular Meeting

The Commission for the Investigation of Media Complaints and Violations held its regular meeting at the Deputy Ministry for Publications Affairs, chaired by Mawlawi Muhajir Farahi,. . .

Wed, Oct 21 2026 10:26 AM
Background image

Balkh Holds Seminar on Youth Responsibilities in Strengthening the Islamic System and Advancing the Country

The Provincial Department of Information and Culture in Balkh held a one-day training seminar titled “Youth Responsibilities in Strengthening the Islamic System and Advancing the. . .

BACK TO NEWS