په پکتیا کې د تعلیم الاسلام د سیالۍ ازموینه واخیستل شوه
نن یکشنه (۱۴۴۵/۱/۲۷ هـ ق) د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو عمومي مدیریت له لورې د ۱۸۹۳ تنو ځوانانو څخه د تعلیم الاسلام تر سلیک لاندې د سيالۍ ازموینه واخیستل شوه.
په دې اړه د ځوانانو چارو عمومي مدیر عظیم زرمتي وویل: چې د دغه سیالۍ لپاره ۱۸۹۳ تنو ځوانانو د مرکز ګردېز په ګډون ولسوالیو څخه نوملیکنه کړې وه، چې د تعلیم الاسلام په کتاب کې ترې په شفاف ډول ازموینه واخیستل شوه.
زرمتي زیاته کړه، چې د دغې ازموینې پایلې به ډیر ژر د ټاکل شوې کمېټې له لوري اعلان شي او پر بریالیو کسانو به ډالۍ وويشل شي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر عقل خان وهاج وویل: چې له دغې سیالۍ څخه موخه د ځوانانو تر منځ سالم علمي رقابت، په اسلامي لحاظ فکري روزنه، د مطالعې عامول او د شریعت له احکامو څخه خبرول دي. وهاج زیاته کړه، چې دا ډول سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د فکري روزنې لپاره خورا مهمې دي.
