لوګر زندان کې د (اهل سنت والجماعت عقیده) کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
Tue, Oct 20 2026 11:47 AM
.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ د دې ولایت زندان کې د ۲۵۰ زندانیانو ترمنځ د (اهل سنت والجماعت عقیده) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو سره وستایل شول.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب‌ جان اسلامیار وویل؛ له دغه سیالۍ څخه موخه د زندانیانو علمي ظرفیت لوړول و، همدارنګه دا ثابتول و، چې اوس مهال زندانونه د زده کړو په مرکزونو بدل شوي دي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو راټولولو عمومي ریاست اړوند د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي او نورو ویناوالو زندانیانو ته په خطاب کې وویل: اسلامي امارت زندانونو ته ځانګړي پاملرنه کړې ده، زندانیان باید خپل وخت مطالعې او د علم زده کړې ته ور کړي او هڅه وکړي، چې له شته فرصتونو څخه مثبته او اغیزمنه ګټه واخلي.

۱۴۴۸/۵/۸هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 20 2026 9:46 AM
Background image

 Jawzjan Hosts Exhibition to Promote Afghanistan’s Cultural Heritage

A one-day exhibition titled “Towards Afghanistan’s Cultural Enrichment” was held in Jawzjan Province through the joint efforts of the Ministry of Information and Culture’s Deputy. . .

Tue, Oct 20 2026 9:44 AM
Background image

Khost Department of Information and Culture Raises Public Awareness of Decrees No. 17 and 2

The Khost Provincial Department of Information and Culture has distributed brochures explaining the provisions of Decrees No. 17 and 2 as part of its efforts to raise public awareness. . .

Tue, Oct 20 2026 9:43 AM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 7 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs held its regular meeting. . .

BACK TO NEWS