لوګر زندان کې د (اهل سنت والجماعت عقیده) کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ د دې ولایت زندان کې د ۲۵۰ زندانیانو ترمنځ د (اهل سنت والجماعت عقیده) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو سره وستایل شول.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل؛ له دغه سیالۍ څخه موخه د زندانیانو علمي ظرفیت لوړول و، همدارنګه دا ثابتول و، چې اوس مهال زندانونه د زده کړو په مرکزونو بدل شوي دي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو راټولولو عمومي ریاست اړوند د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي او نورو ویناوالو زندانیانو ته په خطاب کې وویل: اسلامي امارت زندانونو ته ځانګړي پاملرنه کړې ده، زندانیان باید خپل وخت مطالعې او د علم زده کړې ته ور کړي او هڅه وکړي، چې له شته فرصتونو څخه مثبته او اغیزمنه ګټه واخلي.
۱۴۴۸/۵/۸هـ ق
