فراه کې د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
Wed, Oct 14 2026 9:46 AM
..

فراه کې د نهاوند علمي او فکري ادارې له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم ګڼ شمېر خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو، د ولایتي ادارې استازو او د رسنیو مسؤلینو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد عبدالحی سباوون وویل: د داسې سیمینارونو جوړول خلک له خپلو مسؤلیتونو سره بلدوي او له دندو سره د ريښتينوالي لامل ګرځي. د رسنیو مسؤلین، خبریالان او ځوانان باید د شریعت له لارښوونو سره سم خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي، نوموړي له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل، چې د رسنیو له امکاناتو څخه د ټولنې او نظام د ګټو لپاره کار واخلي.
ورته مهال سیمینار کې نورو ویناوالو هم خبرې وکړې او ویې ویل: د عامه افکارو د جوړولو په برخه کې د رسنیو رول خورا مهم دی، د رسنیو له لارې باید خلکو ته اسلامي لارښوونې ورسول شي.
ویناوالو د رسنیو له مسؤلينو او خبریالانو څخه وغوښتل؛ چې د اسلامي تمدن د خپرولو، د اصیل فرهنګ د ودې، د علم او پوهې د خپرولو، د بې ځايه او ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې د مبارزې او د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخو کې پوره هڅې وکړي.
د سیمینار ګډونوالو هم د دغه سیمینار له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او د ورته نورو روزنیزو سیمینارونو د جوړیدو د غوښتنو ترڅنګ یې وویل؛ چې دا ډول سیمینار د حکومت او رسنیو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

۱۴۴۸/۵/۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, Oct 14 2026 9:37 AM
Background image

Hundreds of Copies of Decree No. 17 Distributed in Panjshir

The Panjshir Directorate of Information and Culture has begun distributing printed copies of Decree No. 17 among residents of the provincial centre and Rukha District to raise awareness. . .

Tue, Oct 13 2026 3:22 PM
Background image

Signage and Advertisement Reform Commission Reviews Signs in Kabul’s Eighth District

As part of its ongoing field activities, the Signage and Advertisement Reform Commission, under the Deputy Ministry for Publications of the Ministry of Information and Culture,. . .

Tue, Oct 13 2026 3:06 PM
Background image

Meeting Held in Paktia to Promote Implementation of Decree No. 17

A meeting was held at the Paktia Directorate of Information and Culture to discuss the effective implementation of Decree No. 17, issued by the leadership to prevent improper customs. . .

BACK TO NEWS