سلګونه تنه زده کوونکي له شپږ میاشتنیو وړيا زده کړو څخه فارغ شول

wasim_admin
Sat, Sep 26 2026 9:42 AM
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز د کمپیوټر پروګرامونو، انګلیسي او عربي ژبو له شپږ میاشتنیو وړيا زده کړو څخه  ۴۲۲ تنه زده کوونکي فارغ شول او د ګڼ شمېر ولایتي امارتي ادارو مسؤلینو په شتون کې یې د فراغت تصدیق پاڼې ترلاسه کړل.
د هلمند د ځوانانو چارو آمر مولوي سلطان محمد حنیف ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: په اوس عصر کې د دیني علومو زده کړې ترڅنګ د عصري علومو زده کړې هم اړینې دي، ځکه د نړۍ ډېری پرمختللي وسایل او ټکنالوژۍ د عصري علومو په وسیلې جوړ شوي او د عصري علومو له زده کړي پرته د ټولنې هر اړخیز پرمختګ ستونزمن دی، نوموړي د یاد وړیا ښوونیز مرکز استادان وستایل او له فارغ شویو زده کوونکو څخه یې وغوښتل، چې ترلاسه کړې زده کړې تر نورو هم ورسوي، خپل علمي ظرفیت ته پراختیا ورکړي او له ترلاسه شویو مهارتونو څخه د ولس د خدمت لپاره ګټه واخلي.
په غونډې کې نورو ویناوالو هم د دیني او عصري علومو د زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د ځوانانو لپاره د عصري زده کړو د وړیا زمینې برابرول د ټولني د علمي پرمختګ لپاره مهم ګام دی او په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې د ستاینې وړ دي.
ویناوالو له ځوانانو څخه وغوښتل؛ چې یوازې پر کسبونو او دودیزو مهارتونو زده کړو بسنه ونکړي، بلکې د ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې، څېړنې او نوښتونه هم وکړي، ترڅو د هیواد د پرمختګ او له نړۍ سره د سیالۍ په برخه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه اداء کړي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ښوونیز مرکز څخه بېلابېلو برخو کې ۴۲۲ تنه زده‌ کوونکي، چې ۳۱۴ تنه د کمپیوټر پروګرامونو، ۷۰ تنه د عربي ژبې او ۳۸ تنه د انګلیسي ژبې له زده کړییزو ټولګیو څخه فارغ شوي دي، نوموړي زیاته کړه، چې دغه مرکز د ځوانانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کي مهم رول لري او هڅې کېږي، چې زده‌کوونکو ته د اړتیا وړ عصري او ژبني مهارتونه په وړیا توګه ور زده کړل شي.
د غونډې په پای کې د مسؤلینو له لوري د وړیا ښوونیز مرکز د استادانو هڅې وستایل شوې او فارغ شویو زده کوونکو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

۱۴۴۸/۴/۱۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 06 2026 3:28 PM
Background image

Uzbek Diplomatic Delegation Visits Ghazni Province

A diplomatic delegation from the Republic of Uzbekistan, led by Bahadur Tashmanov, Deputy Head of the Embassy of Uzbekistan, and accompanied by Sheikh Hamidjan Ishmatbekov, Deputy Head. . .

Tue, Oct 06 2026 2:54 PM
Background image

Training Seminar on Modern Library Skills Begins

On Tuesday, 23 Rabi’ al-Thani 1448, A three-day training seminar titled “Introduction to Modern Library Skills” began at the Directorate of Public Libraries of the Ministry of. . .

Tue, Oct 06 2026 2:50 PM
Background image

Ministry of Information and Culture, Chamber of Craftsmen and Shopkeepers Hold Consultative Meeting on Signage Reform

The Ministry of Information and Culture and the General Directorate of the Chamber of Craftsmen and Shopkeepers held a joint consultative meeting to assess challenges and discuss. . .

BACK TO NEWS