سلګونه تنه زده کوونکي له شپږ میاشتنیو وړيا زده کړو څخه فارغ شول
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز د کمپیوټر پروګرامونو، انګلیسي او عربي ژبو له شپږ میاشتنیو وړيا زده کړو څخه ۴۲۲ تنه زده کوونکي فارغ شول او د ګڼ شمېر ولایتي امارتي ادارو مسؤلینو په شتون کې یې د فراغت تصدیق پاڼې ترلاسه کړل.
د هلمند د ځوانانو چارو آمر مولوي سلطان محمد حنیف ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: په اوس عصر کې د دیني علومو زده کړې ترڅنګ د عصري علومو زده کړې هم اړینې دي، ځکه د نړۍ ډېری پرمختللي وسایل او ټکنالوژۍ د عصري علومو په وسیلې جوړ شوي او د عصري علومو له زده کړي پرته د ټولنې هر اړخیز پرمختګ ستونزمن دی، نوموړي د یاد وړیا ښوونیز مرکز استادان وستایل او له فارغ شویو زده کوونکو څخه یې وغوښتل، چې ترلاسه کړې زده کړې تر نورو هم ورسوي، خپل علمي ظرفیت ته پراختیا ورکړي او له ترلاسه شویو مهارتونو څخه د ولس د خدمت لپاره ګټه واخلي.
په غونډې کې نورو ویناوالو هم د دیني او عصري علومو د زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د ځوانانو لپاره د عصري زده کړو د وړیا زمینې برابرول د ټولني د علمي پرمختګ لپاره مهم ګام دی او په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې د ستاینې وړ دي.
ویناوالو له ځوانانو څخه وغوښتل؛ چې یوازې پر کسبونو او دودیزو مهارتونو زده کړو بسنه ونکړي، بلکې د ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې، څېړنې او نوښتونه هم وکړي، ترڅو د هیواد د پرمختګ او له نړۍ سره د سیالۍ په برخه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه اداء کړي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ښوونیز مرکز څخه بېلابېلو برخو کې ۴۲۲ تنه زده کوونکي، چې ۳۱۴ تنه د کمپیوټر پروګرامونو، ۷۰ تنه د عربي ژبې او ۳۸ تنه د انګلیسي ژبې له زده کړییزو ټولګیو څخه فارغ شوي دي، نوموړي زیاته کړه، چې دغه مرکز د ځوانانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کي مهم رول لري او هڅې کېږي، چې زدهکوونکو ته د اړتیا وړ عصري او ژبني مهارتونه په وړیا توګه ور زده کړل شي.
د غونډې په پای کې د مسؤلینو له لوري د وړیا ښوونیز مرکز د استادانو هڅې وستایل شوې او فارغ شویو زده کوونکو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.
۱۴۴۸/۴/۱۳ هـ ق
