محمد طاهر زهير د تاجکستان له جمهوريت سره د فرهنګي اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه

Anonymous (not verified)
Fri, Apr 30 2021 10:41 AM
محمد طاهر زهير د تاجکستان له جمهوريت سره د فرهنګي اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير پرون په کابل کې د تاجکستان له سفير ډاکټر شريفي سعدي سره په کتنه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پرون په کابل کې د تاجکستان جمهوريت له سفير ډاکټر شريفي سعدي سره په داسې حال کې چې د دغه وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق هم حاضر و، د خپل کار په دفتر کې وکتل. د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د فرهنګي اړيکو پراختيا د دغې کتنې د خبرو اصلي محور و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د تاجکستان جمهوريت له سفير څخه وغوښتل، تاجکستان د هغو تجربو له مخې چې د کتابتونونو او فرهنګي مرکزونو په جوړولو کې يې لري؛ د يو معياري کتابتون په جوړولو کې د افغانستان له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرسته وکړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چمتو دى چې د دغه شان کتابتون د جوړولو لپاره يو مناسب ځای برابر کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د “مقامي” موسيقۍ په اړه چې د پيدايښت ځاى يې منځنۍ آسيا او افغانستان دى؛ د تاجکستان له سفير څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د “مقامي” موسيقۍ جشن په جوړولو کې همکاري وکړي.

محمد طاهر زهير په دې کتنه کې دغه راز د موزيم دارۍ، د تاريخي آثارو د ساتنې او ترميم او د لنډ مهالو روزنيزو کورسونو په برخو کې د تاجکستان له جمهوريت سره د فرهنګي همکاريو په پراختيا کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د تاجکستان له سفير څخه وغوښتل چې د فارسي ژبې شاعرې مېرمن سعيدې بخشي د مقبرې په جوړولو کې چې تر اوسه ګمنامه پاتې ده؛ همکاري وکړي.

په کابل کې د تاجکستان سفير ډاکټر شريفي سعدي هم په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د تاجکستان د اړيکو د پراختيا په خاطر خپله لېوالتیا څرګنده کړه او ويې ويل  چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غوښتنې به د خپل هېواد له مقاماتو سره شريکې کړي.

کابل/ د غویي ۱۰ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

Mon, Oct 26 2026 3:38 PM
Background image

MOIC Concludes Three-Day Capacity-Building Seminar for Media Professionals

Bakhtar News Agency, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, concluded a three-day capacity-building seminar for. . .

Mon, Oct 26 2026 3:33 PM
Background image

MOIC Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 14 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  under the chairmanship of the Deputy Minister. . .

Mon, Oct 26 2026 3:31 PM
Background image

MOIC Public Libraries Directorate Signs Cooperation Agreement with DHSA

The Public Libraries Directorate, under the Deputy Ministry for Culture and Arts of the Ministry of Information and Culture, has signed a cooperation agreement entitled “Strengthening. . .

BACK TO NEWS