د خلکو فرهنګ
د خلکو فرهنګ ریاست له لوري په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د (ویژهنامه سمینار فرمان شماره ۱۷ امیرالمؤمنین (حفظه الله)، ویژهنامه فولکلور او ویژهنامه امام قتیبه بغلانی) د علمي، تخنیکي او اداري مراحلو ترسره کولو وروسته چاپ شوي او په مرکز (کابل) کې ویشل شوي دي او د (تحلیل نشانه شناختی اشعار خلیل الله خلیلی) کتاب کتنه، ایډیټ او اصلاح هم تر سره شوې ده.
دغه راز د (فرهنګ و تاریخ غوربند خویشکی) کتاب ترڅنګ د فرهنګ، ادبیاتو او ژبو په تړاو (۱۱) علمي او څېړنیزې مقالې هم لیکل شوې دي، په کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې بېلابېل فرهنګي پروګرامونه ترسره شوي دي.
له ټولو ولایتونو څخه د ناملموسو فرهنګي میراثونو د یو ملي لیست جوړېدو په موخه معلومات غوښتل شوي، چې ۲۲ ولایتونو د ۶۶۰ ناملموسو فرهنګي میراثونو معلومات شریک کړي دي او د درېیو ناملموس فرهنګي میراثونه سروې، ثبت او مستند شوي دي.
د_خلکو_فرهنګ
