د (فکري یرغل پر وړاندې د مبارزې لارې) علمي سیمینار وړاندې شو
د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري څه باندې سل تنو دیني عالمانو، ځوانانو او زده کړیالانو ته د (فکري یرغل پر وړاندې د مبارزې لارې) علمي سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتورریاست مسوولینو ټینګار وکړ، چې د دښمن پوځي جګړه پای ته رسېدلې، خو فکري او فرهنګي جګړه لا هم روانه ده، ځینې کسان په ټولنیزو شبکو کې د نفاق رامنځته کولو، قومي تعصب خپرولو او د علمي او فرهنګي شخصیتونو د بدنامولو هڅې کوي، مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل چې د حقایقو په خپرولو، د معقولو دلایلو په وړاندې کولو او له حکومت سره په رښتینې همکارۍ، د ټولنې د پیاوړتیا او اغېزمن خدمت په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.
دغه راز ګډونوالو د فکري جګړې پر منفي پایلو او د هغې پر وړاندې د مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: دا ډول جګړه له پوځي جګړې هم خطرناکه ده، ځکه چې د ځوانانو عقاید او افکار زیانمنوي او ټولنه له انحراف سره مخ کوي.
۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق
