د (فکري یرغل پر وړاندې د مبارزې لارې) علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۲۵
...

د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري څه باندې سل تنو دیني عالمانو، ځوانانو او زده کړیالانو ته د (فکري یرغل پر وړاندې د مبارزې لارې) علمي سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتورریاست مسوولینو ټینګار وکړ، چې د دښمن پوځي جګړه پای ته رسېدلې، خو فکري او فرهنګي جګړه لا هم روانه ده، ځینې کسان په ټولنیزو شبکو کې د نفاق رامنځته کولو، قومي تعصب خپرولو او د علمي او فرهنګي شخصیتونو د بدنامولو هڅې کوي، مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل چې د حقایقو په خپرولو، د معقولو دلایلو په وړاندې کولو او له حکومت سره په رښتینې همکارۍ، د ټولنې د پیاوړتیا او اغېزمن خدمت‌ په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.
دغه راز ګډونوالو د فکري جګړې پر منفي پایلو او د هغې پر وړاندې د مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: دا ډول جګړه له پوځي جګړې هم خطرناکه ده، ځکه چې د ځوانانو عقاید او افکار زیانمنوي او ټولنه له انحراف سره مخ کوي.

۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

د هرات په اختیارالدین کلا کې د اړیکو د تاریخي وسایلو نندارتون پرانیستل شو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هرات سیمه‌ییز موزیم د پیاوړتیا په موخه په اختیار الدین کلا کې د اړیکو د تاریخي وسایلو نندارتون پرانیستل شو، چې په دې نندارتون کې ۷۵۰ د اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۲۱
Background image

(مطالعه په هرځای کې د هرچا لپاره) په نامه علمي او کلتوري سفر تر سره شو

لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو شمېر مسؤلینو، لیکوالانو، شاعرانو او د یقین خصوصي ښوونځي مسؤلینو او زده کوونکو (مطالعه په هرځای کې د هرچا لپاره) ترنامه لاندې د مطالعې کلتور د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې وشوې

د بادغیس او فراه ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټو په همکاریو د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې. . .

BACK TO NEWS