د افغان فرهنګي او هنري مشاهيرو لپاره د اډيرې د جوړولو او تثبيت کمېسيون غونډه وکړه

Anonymous (not verified)
Thu, Nov 12 2020 3:13 PM
د افغان فرهنګي او هنري مشاهيرو لپاره د اډيرې د جوړولو او تثبيت کمېسيون غونډه وکړه

د افغان د فرهنګي او هنري مشاهيرو لپاره د اډيرې د جوړولو او د تثبيت کمېسيون دويمه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ نن غوڼډه وکړه.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛  د کمېسيون په غونډه کې چې د علومو اکاډمۍ، د حج او اوقافو وزارت او د کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړي و، د افغان د فرهنګي او هنري مشاهيرو د اډيرې لپاره د مشخص ځاى د طرحې په اړوند خبرې اترې وکړې او د غونډې غړو د دغې طرحې  د بډاينې په خاطر  خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل. پوهاند محمد رسول باوري هغو هنرمندانو ته چې د هغوى اثاراو شتمنۍ په ټولنه کې منل شوي دي د مشخص اډيرې جوړول يو ښه او ارزښتناک کار وباله. د فرهنګ او هنر معين دغه راز ټينګاروکړ هغه اصلاحات چې په دې غونډه کې د اډيرې  د طرحې د ښه والي لپاره وړاندې شول بايد په راتلونکې غونډه کې پرې خبرې وشي چې د اډيرې د جوړولو لپاره  يوه بشپړه او هراړخيزه طرحه چمتو شي.

کابل/ دلړم ٢٢ مه / باختر

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS