د رسنیو د استازو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۴:۰
tyui

پکتیا کې د رسنیو د استازو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو د همغږۍ غونډه کې د دې ولایت مرستیال والي شېخ انعام الله صلاح الدين، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رئیس شېخ سید جمال جمالي، د پوهنتون استادانو، خبریالانو او امارتي ادارو ویاندویانو ګډون کړی و.

په پیل کې مرستیال والي صلاح الدین وویل: رسنۍ په یوه نظام کې مهمه اطلاعاتي وسیله ده او د اسلامي نظام ژبه ده، خبریالان دې هڅه وکړي چې د اسلامي نظام کړنې او حقیقي انځور نړیوالو ته ورسوي او د رسنیو له استازو څخه يې وغوښتل چې، د اسلامي نظام اصولو او کړنلارې په اړه د خلکو ذهنونه جوړ او د دغه نظام په دفاع کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر نیاز الله اصیل ځاځي وویل: لومړۍ باید رسنۍ او نظام سره همغږي ولري، که چېرې رسنۍ او نظام سره نږدېوالی ولري بیا په ښه ډول کولای شي چې رسنۍ د نظام او ولس ترمنځ نږدېوالی رامنځته کړي، په دې برخه کې څه نا څه کار شوی خو لازمه ده، چې لازیات کار وشي او د خپلو موخو لپاره ترې ګټه واخیستل شي، رسنۍ د نظام اصولو ته ژمنې دي او د دولت سره ښه همغږي لري.

۱۴۰۳/۹/۲۷ ھ ل
۲۰۲۴/۱۲/۱۷ مېلادي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۵۵
Background image

د کتابونو ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته وشوه

دوشنبه (۲۳ د شوال‌المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپرونو چارو معينيت کې د باختر خبري آژانس د رئيس مولوي ضیاءالحق حقمل په مشرۍ د کتابونو ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته وشوه.
ياده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۵۳
Background image

نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب برگزار شد

دوشنبه مورخ(۲۳ شوال‌المکرم ۱۴۴۶) نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب به سرپرستی مولوی ضیاءالحق حقمل رییس آژانس باختر در معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار شد.
در این نشست رییس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۵۲
Background image

نمایشگاه آثار هنری در ولایت هرات برگزار شد

انجمن خطاطان هرات به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هرات نمایشگاه آثار هنری را در سالپن برنامه‌های علامه سلجوقی برگزار کرد.
آمر فرهنگ و هنر ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات، رونمایی از. . .

BACK TO NEWS