د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د امارت پېژندنې سيالۍ پايلي اعلان شوې

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۰:۴۳
lll

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمريت له خوا د سلګونو ځوانانو څخه د امارت پېژندني کتاب سيالي څو ورځې وړاندې اخستل شوې وه، چې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې يې پايلې اعلان شوې.
په مراسمو کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي انعام الله سمنګاني تر څنګ يو شمېر نورو مسؤلينو او سلګونو ځوانانو ګډون کړی وو.
یاده سيالۍ کې شاوخوا ۳۴۰ کسانو ګډون کړی وو، چې د پايلو د اعلان پر مهال يې د لوړو نمرو اخيستونکو ځوانانو ته ارزښتمنې ډالۍ هم ورکړل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني د وينا پر مهال وويل: امارت پېژندنه د نوي نسل لپاره د لومړيتوبونو څخه ده، ځکه نوی نسل به په دې وپوهيږي، چي دغه اسلامي نظام په څومره قربانيو، تکاليفو او ستونزو سره منځته راغلی دی.
د ښاغلي سمنګاني په وينا؛ د امارت پېژندنې سيالۍ څخه یې بله موخه دا هم ده، چي نوی نسل د اسلامي نظام په جوړښت، ساتنه او پرمختګ کې خپل مسؤليت ادا کړي.
د ارغنداب ولسوالۍ د پوهني امريت د نظارت مسؤل مولوي عبدالغفار عمري بیا وویل: ځوانان دې مطالعه وکړي، تعليم دې وکړي او هر کس دې د اسلامي نظام په موخو پوه شي او د ټينګښت له پاره دې يې کار وکړي.
ښاغلي عمري ټينګار وکړ، چې ځوانان دې ديني او عصري تعليم وکړي، دا د وخت اړتيا ده، که چيرې ځوانان په عصري او ديني تعليم کې پرمختګ وکړي، د نړۍ له احتیاج څخه به خلاص شو.
د يادولو وړ ده، چي له دې وړاندې د کندهار په نورو ولسوالیو او د هيواد په يو شمېر ولايتونو کې هم ورته ازموینې اخېستل شوي دي.

۱۴۴۶/۵/۳ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۵ هـ ل

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در پکتیکا 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیکا نمایشگاه یک‌روزهٔ کتاب را برگزار کرد که در آن حدود ۴۰۰ جلد کتاب دینی و عصری به نمایش گذاشته شده بود.
رییس اطلاعات و فرهنگ گفت که کتاب‌ها نقش مهمی در. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۴
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با خبرنگاران رسانه‌های محلی 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر نشست هماهنگی با خبرنگاران رسانه‌های محلی جهت بهبود امور رسانه‌یی راه‌اندازی کرد.
رییس اطلاعات و فرهنگ گفت که امارت اسلامی تلاش می‌کند رسانه‌ها تقویت شوند. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۸
Background image

برگزاری سیمینار سه روزهٔ ارتقای‌ظرفیت به کارکنان اتحادیه‌های شرکت‌های سیاحتی، زیارتی، درمانی و حج‌وعمره

شنبه مورخ(۲۹ ذوالقعده‌الحرام ۱۴۴۷) انستیتیوت توریزم و هوتل‌داری ریاست تحقیق و انکشاف گرځندوی، معینیت گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ سیمینار سه روزهٔ ارتقای‌ظرفیت را به. . .

BACK TO NEWS