د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا په روسیه کې د میشتو افغانانو سره د ازادۍ ورځ ولمانځل شوه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۳۳
روسیه

د روسيې په پلازمينه مسکو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې د امريکايي اشغال څخه د ماتې او فتحې دريمه کليزه د یاد سفارت د سرپرست جمال ناصر غروال، فرهنګي اتشه فضل الهادي حمزه، پوځي اتشه احمد یاسر او هلته د میشتو افغانانو سره په ګډه د يوې شاندارې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
مسکو کې د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشه فضل الهادي حمزه د غونډې ګډونوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسد مياشتې ۲۴ ( له امريکايي اشغال څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو ورځي ) د مبارکۍ ترڅنګ، یاده ورځ د افغانستان په تاريخ کې له وياړه ډکه ورځ وبلله او زياته يې کړه: د اسلامي امارت مشرانو او مجاهدينو د اسد په ۲۴ مه د نړۍ تر ټولو ځواکمنې امپراطورۍ او متحدینو ته د عبرت درس ورکړ او هيواد ته يې ريښتيني خپلواکي ترلاسه کړه.
ددې تر څنګ یې روسیه کې میشتو افغانانو ته د اتحاد او اتفاق سپارښتنې وکړې، هغوی یې رښتني وحدت ته راوبلل.
د غونډې ګډونوالو افغانانو په خپلو ويناوو کې د امريکايي اشغال د پای او د اسلامي امارت د فتحې په اړه خپل احساسات بيان کړل، همداراز په مسکو کې د افغانستان د سفارت ډيپلوماتانو هم د اسلامي امارت د فتحې، د افغانانو ترمنځ د يووالي او له اسلامي امارت سره د همکارۍ په اړه خپل نظريات شريک کړل.


۱۴۴۶/۲/۱۱ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۲۵ هـ ل

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

سهولت‌های لازم به سیاحان در ننگرهار فراهم شده‌است

مولوی ذبیح الله نورانی رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت ننگرهار در نشست هماهنگی با مسوولان شرکت‌های سیاحتی بیان داشت که ولایت ننگرهار به سطح کشور یکی از ولایات دارای ساحات تفریحی و تاریخی است. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

بازدید از ساحات باستانی و جاذبه‌های سیاحتی ولسوالی نجراب کاپیسا

احسان‌الله حسان رییس دفتر مقام وزارت اطلاعات و فرهنگ کشور به همراهی هیأت به هدف بررسی چالش‌ها و مشکلات فرا راه سیاحان از جاذبه‌های طبیعی و ساحات باستانی ولسوالی نجراب بازدید کردند.
رییس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۸
Background image

سیمینار آموزشی سه روزهٔ (بهبود روند کار و تقویت سیستم‌های اداری) به کارمندان اجرائیه آغاز شد

شنبه مورخ(۲۴ ذوالحجه‌الحرام ۱۴۴۶)آمریت ارتقاءظرفیت و انکشاف اداره ریاست امور کارکنان معینیت گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ سیمینار سه روزه آموزشی به مدیران اجرائیه ریاست. . .

BACK TO NEWS