باميانو کې ( د باميانو د لرغونو او تاريخي ساحو اهميت ) علمي او څيړنيز سمينار ترسره شو

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۲:۴۵
b

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د فرهنګي ميراثونو په مرکز کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ د معين مولوي عتيق الله عزيزي، د وزارت مقام د تاليف او ترجمې مشاور، د باميانو د والي، د دولتي او خصوصي ادارو د استازو، د پوهنتون د استادانو، څيړونکو او ليکوالانو په شتون کې ( د باميانو د لرغونو او تاريخي ساحو اهميت ) په نامه علمي او څيړنيز سمينار ترسره شو.
د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزيزي یاد سمينار ته د وينا پرمهال وویل: په څيړنيزو بحثونو کې د لرغونو آثارو بحث د همدې برخې په څيړونکو، علماوو او پوهانو پورې اړه لري، چې دوی هم په ډيرو زحمتونو او همت سره خپل کارونه په سم ډول ترسره کړي دی، چې نن يې د بهترينې پايلې په ډول د علمي او څيړنيز سمينار شاهدان يو.
ښاغلي عزيزي د بامیان ولايت د لرغونو سيمو او آثارو د بیا رغونې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پروګرامونو خبرې وکړې، همدا ډول لرغونې سيمې او آثار يې ملي سرمايه وبلله او ساتنه يې د ټولو مشترک مسؤليت وبللو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو فرهنګ رياست رئيس مولوي سیف الرحمن محمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: بامیان د تمدن او تاريخي آبداتو مرکز دی، نوموړي د تاريخي آبداتو او آثارو ساتنه د هر يوه مکلفيت او مسؤليت وباله.
د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفی الله رائد د لرغونو ساحو او آثارو په اهميت خبرې وکړې او باميان ولايت يې د هيواد په کچه د تاريخي آبداتو او لرغونو آثارو او سيمو په درلودو يو له غني ولايتونو څخه ياد کړ.

١٤٤٦/٢/١ ه‍ ق 
١٤٠٣/٥/١٥ ه‍ ل

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

سهولت‌های لازم به سیاحان در ننگرهار فراهم شده‌است

مولوی ذبیح الله نورانی رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت ننگرهار در نشست هماهنگی با مسوولان شرکت‌های سیاحتی بیان داشت که ولایت ننگرهار به سطح کشور یکی از ولایات دارای ساحات تفریحی و تاریخی است. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

بازدید از ساحات باستانی و جاذبه‌های سیاحتی ولسوالی نجراب کاپیسا

احسان‌الله حسان رییس دفتر مقام وزارت اطلاعات و فرهنگ کشور به همراهی هیأت به هدف بررسی چالش‌ها و مشکلات فرا راه سیاحان از جاذبه‌های طبیعی و ساحات باستانی ولسوالی نجراب بازدید کردند.
رییس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۸
Background image

سیمینار آموزشی سه روزهٔ (بهبود روند کار و تقویت سیستم‌های اداری) به کارمندان اجرائیه آغاز شد

شنبه مورخ(۲۴ ذوالحجه‌الحرام ۱۴۴۶)آمریت ارتقاءظرفیت و انکشاف اداره ریاست امور کارکنان معینیت گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ سیمینار سه روزه آموزشی به مدیران اجرائیه ریاست. . .

BACK TO NEWS