ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست کې رنګین ماښام مشاعره ترسره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۵:۳۵
.....

تېره ماښام د ننګرهار ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د رنګین ماښام تر سرلیک لاندې مشاعره او ادبي او کلتوري محفل د ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالو او د شعر او ادب مینه والو په شتون کې ترسره شوه، چې د جلال آباد ښار اوسېدونکیو سربېره د یو شمېر دولتي ادارو مسؤلینو او د رسنیو استازیو هم پکې ګډون کړی و.
 یاده مشاعره د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنیف د امیرالمؤمنین حفظه الله رالېږلی پیغام د محفل ګډونوالو ته واورولو، چې پکې د ټولو هېوادوالو يووالي او ورورولۍ غوښتنې ترڅنګ هېوادوالو ته سپارښتنې شوې، چې د هېواد په بیا ابادولو او بیارغولو کې فعاله ونډه واخلئ.
د پروګرام په دوهمه برخه کې د ګڼو شاعرانو له لوري د رنګین ماښام ادبي محفل ته لیکل شوي شعرونه د پروګرام مینه والو ته په ښکلي انداز کې زمزمه شول، چې پکې د هېواد د ابادۍ، د افغانانو د وحدت او ورورولۍ او د نظام د پیاوړتیا پیغامونه ځای پرځای شوي وو.

۱۴۴۴/۱۲/۲ هـ ق 
۱۴۰۲/۳/۳۰ هـ ش

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷) به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲۴
Background image

برگزاری مشاعره عنعنوی بهاری(لغمان سرسبز)

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به هماهنگی ریاست ترنم و ترانه‌های وزارت اطلاعات و فرهنگ مشاعره عنعنوی بهاری لغمان سرسبز را در کنار دریای خروشان الینگار شهر مهترلام راه‌اندازی کرد که. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال این ولایت راه‌اندازی کردند که هدف از برگزاری این نشست، ترویج ارزش‌های اسلامی و ملی در جامعه،. . .

BACK TO NEWS