د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۶
..

د پکتیا او کندوز ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د د اطلاع رسونې بهیر لا ښه والي او د رسنیو او خبریالانو د ستونزو اوریدو په موخه د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
مسؤلینو وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د پخوا په پرتله د پام وړ پرمختګونه شوي دي، له نېکه مرغه اوس مهال  د خبریالانو او د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ فضا پیاوړې شوې او په دې برخه کې د لا ښه پرمختګ لپاره عملي او اغېزمن ګامونه اخیستل کېږي.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبریالانو او رسنیو له استازو سره د ښې همغږۍ، متقابل تفاهم او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د پیاوړتیا لپاره د تل په څېر خپلو همکاریو ته ژمن دی او د رسنیو او ادارو ترمنځ سالمه همغږي د باور جوړونې او ولسونو ته د سالم اطلاع‌رسونې په برخه کې مهم ارزښت لري.
په ناستو کې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۲۳
Background image

جمع‌آوری زندگی‌نامه صدها شهید نظامی و ملکی در فراه

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فراه می‌گویند که در ادامه روند جمع‌آوری و ثبت معلومات شهدای نظامی، مسوولان این ریاست با تعدادی از بزرگان قومی و مسوولان محلی در ولسوالی‌های پشترود و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با مسوولان مطبوعاتی و ولسوالان 

مولوی شمس‌الله زبیر رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل در رأس هیأتی، طی دو روز به تمام ولسوالی‌های ولایت کابل سفر کرد و با ولسوالان و مسوولان مطبوعاتی این ولسوالی‌ها دربارهٔ هماهنگی و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

تأکید بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام

مولوی عبدالله مختار والی بغلان، در دیداری با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام. . .

BACK TO NEWS