په لوګر کې د ۸۰۰ زده کوونکو لپاره درې میاشتنی ښوونیز پروګرام پیل شو

tawana_admin
ثلاثاء, ديسمبر 24 2024 10:09 صباحا
asdfg

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې د حاجي منګل ښوونیز مرکز په مالي ملاتړ درې میاشتنی ژمنی پروګرام پیل شو.
د ځوانانو چارو آمریت د همغږۍ مدیر محمد کریم عباسي د یاد پروګرام په اړه وویل: سږ کال به شاوخوا ۸۰۰ نوي زده کوونکي، ځوانان او زده کړیالان د انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ویناوالۍ او خطاطۍ په برخو کې زده کړې وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس دوکتور رفیع الله صمیم د حاجي منګل ښوونیز مرکز د مسؤلینو له هڅو مننه وکړه او نویو زده کوونکو ته یې وویل: د ښوونيز مرکز ټول امکانات د دوی د ښوونې او روزنې لپاره برابر شوي دي، نوموړي له زده کوونکو وغوښتل، چې د خپلو استعدادونو د لوړولو لپاره له وخت څخه ښه ګټه پورته کړي.
همدارنګه، دوکتور صميم د ارواښاد حاجي منګل ښوونیز مرکز ترسره شوي خدمتونه وستایل او له نورو سوداګرو او شتمنو یې وغوښتل، چې د ځوانانو د روزنې لپاره ورته پروګرامونه جوړ کړي.
د یاودونې وړ ده، چې د دې مرکز له پسرلني پروګرام څخه هم سږ کال شاوخوا ۵۰۰ زده کوونکي فارغ شوي دي.

۱۴۴۶/۶/۲۲ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۴ هـ ل

تازه ترین اخبار

سبت, أكتوبر 17 2026 2:24 مساء
Background image

إقامة ندوة علمية حول مسؤولية الشباب في تعزيز النظام الإسلامي

أقام رئيس شؤون الشباب بوزارة الإعلام والثقافة، خلال زيارة رسمية إلى ولاية سمنجان، ندوة علمية بعنوان «مسؤولية الشباب في تعزيز النظام الإسلامي»، بمشاركة نحو ٢٠٠ شاب من أبناء الولاية.

وفي. . .

سبت, أكتوبر 17 2026 11:14 صباحا
Background image

عقد اجتماع في بلخ بشأن تنفيذ المرسوم رقم (١٧) ومكافحة المخدرات والاتجار بالبشر

عُقد اجتماع واسع في مدينة مزار شريف، مركز ولاية بلخ، بالتعاون بين رئاسة الإعلام والثقافة بولاية بلخ ومؤسسة البرز العلمية والثقافية، حيث تناول المشاركون تنفيذ المرسوم رقم (١٧) الصادر عن. . .

سبت, أكتوبر 17 2026 11:11 صباحا
Background image

زيارة المخيم المؤقت للاجئين في كابل

أجرى رئيس وكالة باختر للأنباء التابعة لوزارة الإعلام والثقافة، والمسؤول في الوقت نفسه عن لجنة التوعية العامة للاجئين، المولوي إحسان الله حسان، برفقة رئيس الإعلام والثقافة بولاية كابل،. . .

BACK TO NEWS