بغلان کې د سیاحتي او توریستي شرکتونو د ټولنې جوړېدو په اړه ناسته وشوه

tawana_admin
ثلاثاء, يوليو 02 2024 11:22 مساء
sss

سه شنبه( ۲۵ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په دې ولایت کې د  توریستي او سیاحتي شرکتونو لپاره د یوې  ټولنې د جوړېدو په اړه د يادو شرکتونو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: د توریستي او سیاحتي شرکتونو  د  ستونزو د حل، کاري همغږۍ، د چارو ښه والي، او د فعالیتونو د پراخېدو لپاره د یوې ټولنې شتون ضروري دی او د ټولنې جوړښت به د شرکتونو له لوري جوړ او د غړي به یې اطلاعاتو او کلتور ریاست ته رامعرفي کیږي.
هاشمي زياته کړه؛ د دې ټولنې په جوړېدو سره به د شرکتونو ستونزې تر یوه بریده حل او د ناقانونه ویزو ورکولو خدمتونه به چې د هر شرکت په نوم ترسره کیږي ودرول شي.
د توریستي او سیاحتي شرکتونو مسؤلینو نورالله خاکسار او شمس الدین سرحدي وايي: د دې ټولنې جوړېدل به د توریستي او سیاحتي شرکتونو کارونه په سم ډول منسجم او د پراګنده فعالیت مخه به ورسره ونیول شي.
د شرکتونو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې اقدامه هرکلی وکړ او  زیاته یې کړه؛ چې دغه ډول اقدامونه د دوی د کار روحیه پیاوړې کوي.

۱۴۰۳/۴/۱۲ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲ ميلادي

تازه ترین اخبار

أربعاء, يونيو 10 2026 12:06 مساء
Background image

مسؤولو اتحاد شركات السياحة والزيارات والحج والعمرة يطرحون مطالبهم على نائب وزيرالإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارة

التقى مسؤولو اتحاد شركات السياحة والزيارات والحج والعمرة في أفغانستان، برئاسة رئيس الاتحاد السيد محمد كلاب سلطان زوی، بنائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارة،. . .

ثلاثاء, يونيو 09 2026 2:32 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع التشاوريّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلاني

عُقد الاجتماعُ التشاوريُّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية برئاسة نائب الوزيرالإعلام والثقافة لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
وناقش أعضاء اللجنة خلال الاجتماع عددًا من الموضوعات. . .

اثنين, يونيو 08 2026 1:25 مساء
Background image

انعقاد الجلسة الدورية للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين الموافق 22 من ذي الحجة الحرام 1447هـ،  عقدت الجلسةُ الدورية للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة.
وفي مستهل الجلسة، قدّم أمين اللجنة تقريرًا. . .

BACK TO NEWS