بغلان کې د سیاحتي او توریستي شرکتونو د ټولنې جوړېدو په اړه ناسته وشوه
سه شنبه( ۲۵ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په دې ولایت کې د توریستي او سیاحتي شرکتونو لپاره د یوې ټولنې د جوړېدو په اړه د يادو شرکتونو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: د توریستي او سیاحتي شرکتونو د ستونزو د حل، کاري همغږۍ، د چارو ښه والي، او د فعالیتونو د پراخېدو لپاره د یوې ټولنې شتون ضروري دی او د ټولنې جوړښت به د شرکتونو له لوري جوړ او د غړي به یې اطلاعاتو او کلتور ریاست ته رامعرفي کیږي.
هاشمي زياته کړه؛ د دې ټولنې په جوړېدو سره به د شرکتونو ستونزې تر یوه بریده حل او د ناقانونه ویزو ورکولو خدمتونه به چې د هر شرکت په نوم ترسره کیږي ودرول شي.
د توریستي او سیاحتي شرکتونو مسؤلینو نورالله خاکسار او شمس الدین سرحدي وايي: د دې ټولنې جوړېدل به د توریستي او سیاحتي شرکتونو کارونه په سم ډول منسجم او د پراګنده فعالیت مخه به ورسره ونیول شي.
د شرکتونو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې اقدامه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه؛ چې دغه ډول اقدامونه د دوی د کار روحیه پیاوړې کوي.
۱۴۰۳/۴/۱۲ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲ ميلادي
