د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او جرګه رسټورانټ ترمنځ د هوکړه لیک ترڅنګ زده کړیالانو یاد رسټورانټ ته علمي سفر وکړ

wasim_admin
أربعاء, مايو 06 2026 3:40 مساء
...

چهارشنبه د (۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۱۹مه) نېټه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د جرګه رسټورانټ سره د دوه‌اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک موخه د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او جرګه رسټورانټ ترمنځ د ګډو همکاریو زمینه برابرول دي، چې پکې ښوونیزې برخې، د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د زده کړیالانو عملي زده‌کړې او د مېلمه‌پالنې او ګرځندوی په برخه کې د عملي مهارتونو پیاوړتیا شامله ده.
د یاد هوکړه لیک له مخې، جرګه رسټورانټ ژمنه وکړه، چې د انسټیټیوټ زده کړیالانو ته به د عملي زدکړو زمینه برابره کړي او هغوی به د هوټلدارۍ او مېلمه‌پالنې له معاصرو معیارونو سره اشنا کړي. همدارنګه، د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ مسوولیت لري، چې د معیاري ښوونیزو پروګرامونو له لارې مسلکي او روزل شوې کاري قوه د کار بازار ته چمتو کړي.
دا همکاري کولای شي، د نظري زده‌کړو او عملي تجربې ترمنځ مهمه اړیکه ټینګه کړي او په هېواد کې د سیاحت سکتور د ودې سره مرسته وکړي.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت، د امارتي افغان‌تور شرکت رئیس مولوي محمد نبي بهاء، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نور مسوولینو، د جرګه رسټورانټ بنسټ‌ايښودونکي او د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ زده کړیالانو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې، د جرګه رستورانت بنسټ‌ايښودونکو د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته، د افغان‌تور شرکت رئیس مولوي محمد نبي بهاء د سیاحت او ټوریزم د ارزښت او اهمیت ترڅنګ، د بازارموندنې، ډیجیټلي بازارموندنې اړتیا، د بازار پېژندنې، ځانګړو تخفیفونو او د مشتریانو د ستونزو د اورېدو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ آمر مولوي محمد زمان ناصري د دې انسټیټیوټ د جوړېدو موخه د ټوریزم او هوټلدارۍ په برخه کې د ځوان نسل مسلکي روزنه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سیاحت او ټوریزم سکتور پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروګرام په پای کې، د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ زده کړیالانو د هوټلدارۍ او مدیریت اړوند تمثیلي پارچه نندارې ته وړاندې کړه، دوی د یاد رسټورانټ له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه او له کاري چاپېریال سره اشنا شول.

۱۴۰۵/۲/۱۶هـ ل

تازه ترین اخبار

أربعاء, يونيو 10 2026 12:06 مساء
Background image

مسؤولو اتحاد شركات السياحة والزيارات والحج والعمرة يطرحون مطالبهم على نائب وزيرالإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارة

التقى مسؤولو اتحاد شركات السياحة والزيارات والحج والعمرة في أفغانستان، برئاسة رئيس الاتحاد السيد محمد كلاب سلطان زوی، بنائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارة،. . .

ثلاثاء, يونيو 09 2026 2:32 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع التشاوريّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلاني

عُقد الاجتماعُ التشاوريُّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية برئاسة نائب الوزيرالإعلام والثقافة لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
وناقش أعضاء اللجنة خلال الاجتماع عددًا من الموضوعات. . .

اثنين, يونيو 08 2026 1:25 مساء
Background image

انعقاد الجلسة الدورية للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين الموافق 22 من ذي الحجة الحرام 1447هـ،  عقدت الجلسةُ الدورية للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة.
وفي مستهل الجلسة، قدّم أمين اللجنة تقريرًا. . .

BACK TO NEWS