د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او جرګه رسټورانټ ترمنځ د هوکړه لیک ترڅنګ زده کړیالانو یاد رسټورانټ ته علمي سفر وکړ
چهارشنبه د (۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۱۹مه) نېټه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د جرګه رسټورانټ سره د دوهاړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک موخه د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او جرګه رسټورانټ ترمنځ د ګډو همکاریو زمینه برابرول دي، چې پکې ښوونیزې برخې، د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د زده کړیالانو عملي زدهکړې او د مېلمهپالنې او ګرځندوی په برخه کې د عملي مهارتونو پیاوړتیا شامله ده.
د یاد هوکړه لیک له مخې، جرګه رسټورانټ ژمنه وکړه، چې د انسټیټیوټ زده کړیالانو ته به د عملي زدکړو زمینه برابره کړي او هغوی به د هوټلدارۍ او مېلمهپالنې له معاصرو معیارونو سره اشنا کړي. همدارنګه، د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ مسوولیت لري، چې د معیاري ښوونیزو پروګرامونو له لارې مسلکي او روزل شوې کاري قوه د کار بازار ته چمتو کړي.
دا همکاري کولای شي، د نظري زدهکړو او عملي تجربې ترمنځ مهمه اړیکه ټینګه کړي او په هېواد کې د سیاحت سکتور د ودې سره مرسته وکړي.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت، د امارتي افغانتور شرکت رئیس مولوي محمد نبي بهاء، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نور مسوولینو، د جرګه رسټورانټ بنسټايښودونکي او د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ زده کړیالانو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې، د جرګه رستورانت بنسټايښودونکو د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته، د افغانتور شرکت رئیس مولوي محمد نبي بهاء د سیاحت او ټوریزم د ارزښت او اهمیت ترڅنګ، د بازارموندنې، ډیجیټلي بازارموندنې اړتیا، د بازار پېژندنې، ځانګړو تخفیفونو او د مشتریانو د ستونزو د اورېدو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ آمر مولوي محمد زمان ناصري د دې انسټیټیوټ د جوړېدو موخه د ټوریزم او هوټلدارۍ په برخه کې د ځوان نسل مسلکي روزنه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سیاحت او ټوریزم سکتور پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروګرام په پای کې، د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ زده کړیالانو د هوټلدارۍ او مدیریت اړوند تمثیلي پارچه نندارې ته وړاندې کړه، دوی د یاد رسټورانټ له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه او له کاري چاپېریال سره اشنا شول.
۱۴۰۵/۲/۱۶هـ ل