د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د نيمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيبالله الهام په مشرۍ د زرنج ښار د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د ناستې له ترسره کېدو څخه موخه د فعالو سياحتي شرکتونو د اصولو په چوکاټ کې تر یو چتر لاندې یو ځای کول او د غیر اصولي فعالیتونو مخنیوی یاد کړل او د سياحتي شرکتونو له مسؤولینو څخه یې وغوښتل، چې د اصولو په چوکاټ کې فعالیت ترسره کړي او هغه شرکتونه چې د فعالیت جواز یې تر وخت تېر وي، جوازونه دې تمدید کړي.
په ناسته کې د سياحتي شرکتونو مسٶولينو د اطلاعاتو او کلتور د ریاست له همېشنیو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې خپلو کړنو ته به د اصولو په چوکاټ دوام ورکوي.
۱۴۴۷/۹/۱۱ هـ ق
