د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۱۴
..

د نيمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام په مشرۍ د زرنج ښار د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د ناستې له ترسره کېدو څخه موخه د فعالو سياحتي شرکتونو د اصولو په چوکاټ کې تر یو چتر لاندې یو ځای کول او د غیر اصولي فعالیتونو مخنیوی یاد کړل او د سياحتي شرکتونو له مسؤولینو  څخه یې وغوښتل، چې د اصولو په چوکاټ کې فعالیت ترسره کړي او هغه شرکتونه چې د فعالیت جواز یې تر وخت تېر وي، جوازونه دې تمدید کړي.
په ناسته کې د سياحتي شرکتونو مسٶولينو د اطلاعاتو او کلتور د ریاست له همېشنیو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې خپلو کړنو ته به د اصولو په چوکاټ دوام ورکوي.

۱۴۴۷/۹/۱۱ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۵
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلینو زده کوونکو سره (د ځوانانو مسووليتونو) په نوم ناسته وکړه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ياد رياست اړوند ښوونیز مرکز له ګڼ شمېر زده کوونکو سره (د ځوانانو مسؤلیتونو) په نوم ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو آمر د اصیل افغان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۴
Background image

د اندونیزیا سفیر د بامیانو عامه کتابتون ته ١٥٠ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل

د اندونیزیا جمهوریت سفیر ډاکټر نندا آوالیست، د یوه پلاوي په ملتیا د بامیانو ولایت له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه او یاد کتابتون ته یې ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل.
ډاکټر نندا آوالیست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

BACK TO NEWS