هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست میاشتنۍ مشاعره وشوه

tawana_admin
Sat, Jan 11 2025 12:57 PM
Gghhg

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس حافظ عبدالباري راشد په مشرۍ د شاعرانو، لیکوالانو او ادب مینوالو حضور کې په مرکز لښکرګاه ایوب خان مېنه کې میاشتنۍ مشاعره وشوه.

په پيل کي د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي راشد وويل: هلمند کې ټولې ادبي ټولنې بايد د فعاليت جواز لرلو ترڅنګ په خپلو چارو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره همغږي وي، ټول شاعران او ليکوالان بايد د يوې ټولنې له لارې معرفي شي او په خپلو شعرونو کې هغه څه راونغاړي چې د ځوان نسل په فکري روزنه کې ګټور او اغېزمن تمام شي.

ښاغلي راشد د هلمندي شاعرانو څخه غوښتنه وکړه چې په خپلو شعرونو کې د هېواد د ابادۍ، نوښتونو، پرمختګونو، اسلام او نظام په ګټه خپل قلمونه تاند وساتي، ترڅو ټولنې او نړۍ ته يو مثبت پيغام ورسېږي، د داسې ليکونو او شعرونو څخه ډډه وکړي چې د اسلام او ټولنې په زيان وي.

د مشاعرې په پاې کې شاعرانو، نعت ویونکو او ترانه ویونکو خپل ترتیب شوي شعرونه، ترانې او نعتونه وړاندې کړل، چې د اورېدوونکو هنري تنده يې ورباندي خړوبه کړه.

 

۱۴۰۳/۱۰/۲۲ه‍‌ ل

۱۴۴۶/۷/۱۰ هـ ق