د پکتیکا عمومي کتابتون سره د سلګونه ټوکه کتابونو مرسته وشوه

tawana_admin
Thu, Jan 09 2025 9:38 AM
ثقبلا

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له عمومي کتابتون سره د مرکزي کتابتون ریاست له لوري د بېلابېلو دیني، طبي، اجتماعي او نورو ۴۵۰ ټوکو کتابونو مرسته وشوه. 
په پیل کې د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمد امین حذیفه وویل: د خپل ماموریت له پیل څخه تر نن پورې یې هڅه دا ده، چې د کاري کړنو تر څنګ د کتاب لوستنې دود پیاوړتیا لپاره له بېلا بېلو لارو چارو کار واخلي او د لوستونکو لپاره له ننني دور سره سم کتابونه او د کتاب لوستلو منظم چاپېریال برابر کړي، چې په دې برخه کې یې د خپل توان مطابق کړنې ترسره کړې دي.
ورپسې د کتابتون مدیر عمران ساجد هم وویل: چې د اسلامي امارت په راتلو سره د کتاب لوستولو مینوال زیات شوي او هره ورځ یو شمېر لوستونکي کتابتون ته ورځي او د خپلې خوښې کتابونه لولي. 
د یادونې وړ ده چې یاد کتابتون ته ورتلونکي او د کتابونو لوستونکي هم خوشحاله دي، چې اوس د دوی له خوښې سره سم کتابونه په یاد کتابتون کې موندل کېږي او دوی هره ورځ ترې ګټه پورته کوي، خو غوښتنه کوي چې دغه عمومي کتابتون دې لا غني شي، څو په ټولو برخو کې د دوی له خوښې سره سم کتابونه پکې وموندل شي او دوی ترې لا سمه ګټه پورته کړي.

۱۴۰۳/۱۰/۲۰ه‍‌ ل
۱۴۴۶/۷/۸ هـ ق