د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين او د کمېسيون مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي صاحب په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي د کمېسیون غړو ته ښه راغلاست ووایه او د تېرې غونډې د پرېکړو او لاسته راوړنو ارزونه او ستاینه یې وکړه.
د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په دې غونډه کې د راه فردا او آرزو تلويزيونونو د خبريالانو له لوري شوي شکايتونه د دواړو خواوو په شتون کې وڅېړل شول او د حل په موخه یې یوه قضیه محکمې او بله قضیه د کمېسیون راتلونکې غونډې ته د لا څیړنې په موخه راجع شوه؛ همدا راز په څلورو نورو موضوعاتو هم بحث وشو چې، په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
د رسنیز کمېسیون غونډه د اختتامیې په دعا سره پای ته ورسېده.
۱۴۴۶/۷/5 ه ق
۱۴۰۳/۱۰/17 ه ل