يوشمېر رسانه يي شکايتونه وڅېړل شول

گمنام (غیر مصدقہ)
Sat, Oct 17 2020 2:46 PM
يوشمېر رسانه يي شکايتونه وڅېړل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په مشرۍ نن د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون غونډه وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛  په دې غونډه کې د پنځو رسانه يي شکايتونو په اړه  چې د يوشمېر بنسټونو له خوا  کمېسيون ته رسيدلې و، خبرې اترې وشوې.
د کمېسيون غړو د دغو شکايتونو له څېړنې او د قضيو د اړخونو له خوا د دليلونو له اورېدو وروسته  په ځينو مواردو کې د زياتو سندونو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه او د کمېسيون د اصولو او صلاحيتونو له مخې د هر شکايت په اړوند لازمې پريګړې وکړې.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزيرټينګاروکړ چې د کمېسيون غړي دې د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څېړنې بهير د ګړنديتوب په لاره کې هلې ځلې وکړي او په  خپلو څېړنو کې زياته پاملرنه وکړي.

کابل/ باختر/دتلي ٢٦مه