محمد طاهر زهیر: انیمیشن نندارې زموږ د وطن له ویاړه ډک فرهنګ نړۍ ته معرفي کوي

گمنام (غیر مصدقہ)
Thu, Oct 15 2020 9:35 AM
محمد طاهر زهیر: انیمیشن نندارې زموږ د وطن له ویاړه ډک فرهنګ نړۍ ته معرفي کوي

د (یوسف او زلیخا) خوځند انخورونه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر په ګډون په کابل کې په فرانسه انستیتوت کې نندارې ته وړاندې شول.

دا خوځند انخورونه یا (انېمېشن)، "پویانمایی کاپیلا" ډلې او ( د افغانستان د تمدن موزیم) تولید او کارګرداني کړي دي.

په دې ویاړ په کابل کې په فرانسه انستیتوت کې په جوړه شوې غونډه کې  د فرانسې سفیر دیوید مارتینیون، د آغاخان پراختیایي شبکې دیپلوماتیکې استازې مېرمن شهرزاد هجري، د افغان فلم رییسې صحرا کریمي او یو شمېر ځوانو افغان هنرمندانو ګډون کړی و. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیرغونډې ته په وینا کې وویل: دغه راز انېمېشنونه زموږ د وطن له ویاړه ډک فرهنګ نړۍ ته معرفي کوي. هغه زیاته کړه:مینه، محبت او انسانیت زموږ په هېواد کې ریښې لري او جګړه پر موږ تپل شوېده.

دا خوځند انځورونه یا (انېمېشن) د امریکا او فرانسې سفارتونو او په افغانستان کې د آغاخان بنسټ د فرهنګي څانګې په مالي ملاتړ برابر شوي دي.

کابل/ د تلې ۲۴مه/ باختر