تېرکال ۲۳۰ زره داخلي او بهرنيو سیلانیانو له لغمان ولایت څخه لیدنه کړې ده

tawana_admin
Tue, Oct 22 2024 3:19 PM
lkjh

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وايي: له تېرکال راهیسې شاوخوا ۲۳۰ زره داخلي او بهرنيو سیلانیانو د دې ولایت له بیلابیلو سیمو څخه لیدنې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه؛ تېرکال ۱۴۷۳۰۸ تنه داخلي او ۷ تنه بهرني سیلانیان دغه ولایت ته راغلي دي، او د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو ۸۳۱۰۰ داخلي او ۴ تنو بهرنیو سیلانیانو دې ولایت ته سفر کړی دی.
د رسولي په وینا؛ لغمان کې د مهترلام بابا، سراج تاریخي کلا، ازادۍ څلی، الینګار شاهي سیمه، فراشغان، دولت شاه او یو شمېر نورې تفریحي او تاریخي سیمې شته، چې خلک ترې لیدنې کوي او د مسؤلینو په هماهنګۍ یادو سیمو کې د لا ښو سهولتونو رامنځته کولو په موخه د هوټلونو او تفریح ځایونو په جوړولو هم کارونه روان دي، لغمان کې بشپړ امنیت تامین دی، سیلانیان کولای شي، د دې ولایت له هرې سیمې څخه په ډاډه زړه لیدنه وکړي.

۱۴۴۶/۴/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱ هـ ل