فارياب کې لسګونه تنو ځوانانو ته د وړيا زده کړو زمينه برابره شوې ده
د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو آمريت له لوري د کمپيوټر او خوشنويسۍ په برخو کې ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د وړيا زده کړو زمينه برابره شوې ده.
د ځوانانو چارو آمريت د برنامو مدير فیروز ایماق وايي: د ځوانانو چارو آمريت دا ځل هم د کمپيوټر او خوشنويسۍ په برخو کې ۱۵۰ تنو ځوانانو ته د دوی مسلکي کولو، پياوړي کولو او کاري ساحې ته د اماده کولو په موخه د وړيا زده کړو زمينه برابره کړې ده.
د يادو ښوونيزو کورسونو زده کوونکي ځوانان د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه دوی ته د وړيا زده د زمينې برابرولو له امله خوښ دي.
۱۴۴۶/۲/۲۵ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۸ هـ ل