چين د افغانستان د تاریخي او لرغونو سیمو په ساتنه کې برخه اخلي

tawana_admin
Wed, Jul 24 2024 8:57 AM
12ww

د چین هیواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ښاغلی (لي کن) او ورسره مل پلاوی په یو ځانګړي سفر کابل ته راغلی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور له معین مولوي عتیق الله عزیزي سره  يې وکتل.
دواړو لورو د چين او افغانستان پر اقتصادي، سیاسي، فرهنګي اړیکو سربیره د هیواد د تاریخي آبدو، ملي موزیم، په مس عینک کې د تاريخي اثارو استحکام او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په ملي موزیم کې د ناستې پر مهال وویل: افغانستان او چین له ٢ زرو کلونو ډیر تاریخي او فرهنګي اړیکې لري، له پنځو لسېزو وروسته افغانستان ددې چانس لري، چې تاریخي آبدې يې ورغول شي.
نوموړي همدا راز د چین هیواد څخه د خپلو تاریخي سیمو د ساتنې د مهارتونو د شریکولو غوښتنه وکړه.
د چین هیواد د کلتوري چارو مرستیال ښاغلي (لي کن) وویل: چين او افغانستان ګډ تاریخي او فرهنګي مشترکات لري، نوموړي زیاته کړه؛ د چين حکومت د اسلامي امارت سره د افغانستان د تاريخي ابدو د ساتنې او بیا رغونې ترڅنګ د اثارو د استحکام لپاره پوره چمتووالی لري.

۱۴۴۶/۱/۱۸ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۳ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۴ میلادي