تخار کې د امارت پېژندنې سيالي ترسره شوه
شنبه (۱۴ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په چال ولسوالۍ کې د ښوونځيو او مدارسو له زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې په کتاب کې ازموينه واخستل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو په وينا؛ د ځوانانو چارو آمريت له لوري د ياد ولايت د پوهنې رياست په همکارۍ، چال ولسوالۍ کې له شاوخوا ۱۳۰۰ تنو څخه په امارت پېژندنې کتاب کې ازموينه واخستل شوه، چې غوره ګډونوال يې په ډاليو ونازول شول.
د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: دې سيالۍ کې د مدارسو او ښوونځيو شاوخوا ۱۳۰۰ تنو زده کوونکو ګډون کړی وو، چې تر ارزيابۍ وروسته يې ۲۰ تنه غوره ګډونوال د ډاليو په ورکولو سره وستايل شول.
۱۴۰۳/۴/۳۰ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۰ میلادي