د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه
چهارشنبه ( ۱۱ محرم ۱۴۴۶ ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزیر محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه چې پکې د یاد وزارت د هنر او فرهنګ معین، د ګرځندوی مالي او اداري معین، د ځوانانو چارو معین، د خپرونو چارو د معینیت کفيل او د وزارت رئیس صاحبانو ګډون درلود.
غونډه د اجنډا مطابق د قرآن عظیمالشان په مبارک تلاوت سره پیل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د رئیسانو لخوا د کاري اجرأتو او شته ستونزو تر اورېدو وروسته په خپلو خبرو کې وویل: مونږ ته د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا هر اړخیز فرصتونه مساعد شوي او په دې برخه کې کوم خنډ نشته، نو پر مونږ ټولو لازمه ده ترڅو خپلو را سپارل شويو دندو ته جدي پاملرنه وکړو او د وزارت مسؤلین دې په خپله کاري برخه کې د خپلو ادارو د اولویتونو په پام کې نیولو سره د پرمختګ او ابتکار په موخه هڅې وکړي.
ورپسې د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي خبرې وکړې او زیاته يې کړه، د وزارت مقام ښه رهبرۍ او همږغۍ دې نتیجې ته رسولي یو چې د هیواد فرهنګي برخه مو تر بل هر وخت پیاوړتیا موندلې او هیڅ کوم فعالیت مو له خنډ او ځنډ سره نه دی مخ شوی.
همدارنګه په غونډه کې د ګرځندوی مالي او اداري د نوي ټاکل شوي معین محترم مولوي قدرت الله جمال او د وزارت نورو مسؤلینو ترمنځ تعارف وشو، محترم مولوي قدرت الله جمال د ټولو رئیسانو له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ وویل: خپلې ټولې چارې به د اړونده برخو له مسؤلینو سره په همغږۍ پر مخ وړئ، څو په مخکي خنډ درته واقع نشي.
د غونډې په وروستيو کې د وزارت د بودیجې د مصرف پر نوعیت، د هېواد د نشراتي چارو پر سمون او د ملت د ډاډ لپاره د لاسته راوړنو د نشر په برخه کې پر توجو ټینګار وشو.
غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۰۳/۴/۲۷ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۱۷ ميلادي