د غور ولايت لسګونه محصلين وستایل شول

tawana_admin
Wed, Jul 17 2024 10:37 AM
۱۳۱۳

 سه شنبه ( ۱۰ محرم ۱۴۴۶ ) د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غور ولایت لس تنه محصلین چې د دې ولایت په پروان پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي، ستاینلیکونه ورکړل.

د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحیمي د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپل ټول توان سره د ځوانانو هڅول او ملاتړ خپل مسؤلیت بولي.

همداراز ښاغلي رحیمي د تربيت، بریالیتوب او نوښت په برخه کې د والدینو او ښوونکو رول هم وباله او ځوانان يې د ټولنې د پرمختګ مسؤلين وګنل. 

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د ښوونې او روزنې د مرکزونو د پراختیا مدير احمد جاوید پويش ځوانان د ټولنې د ملا تیر او د ودې طبقه وبلله او زیاته یې کړه: دا ډیر د افتخار ځای دی، چې نن ورځ يو شمېر ځوانان د دې رياست له لوري ستايل کيږي.

 د پروان پوهنتون يو شمېر محصلينو د اطلاعاتو او کلتور رياست له هڅو او ملاتړ څخه مننه وکړه.

۱۴۰۳/۴/۲۷ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۱۷ ميلادي