څنګه کولی شو یو بریالی ژوند ولرو

tawana_admin
Thu, Jul 04 2024 11:33 AM
۱۲۱۲

چهارشنبه ( ۲۶ د ذوالحجې ۱۴۴۵ ) لوګر ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د ياد رياست په ښونيز مرکز کې د (څنګه کولی شو یو بریالی ژوند ولرو) تر سرلیک لاندې يوه ورځنی سمینار وړاندې شو، چې په کښې یو شمېر ځوانانو، د پوهنتون محصلينو او د ښوونځيو زده کوونکو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ښوونیز مرکز مسؤل حسیب الله حبیب  د یاد سمینار د وړاندې کولو څخه موخه د زده کوونکو او ځوانانو فکري ويښتابه ، مطالعې ته هڅول او خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کول یاد کړ.
د یاد سیمنار د وړاندې کونکي استاد محمد کریم عباسي له لوري ځوانانو ته د بریالي ژوند په اړه یو لړ اړینو سپارښتنو ترڅنګ د هغو لارو چارو په هکله هم معلومات شریک کړل، چې ځوانان کولای شې په مراعت کولو یې ځانونه خپلو موخو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې به په نږدې راتلونکې کې د کمپیوتر او انګلیسي ژبې نوي ټولګې پیل شي.

۱۴۰۳/۴/۱۴ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۴ ميلادي