محمدطاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ناشرانو او کتاب پلورونکو غوښتنې او ستونزې څېړي

گمنام (غیر مصدقہ)
Sat, Aug 22 2020 9:12 AM
محمدطاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ناشرانو او کتاب پلورونکو غوښتنې او ستونزې څېړي


د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهير نن د کابل  د جوي شير سيمې  د ناشرانو او کتاب پلورونکو له استازو سره په کتنه کې د هغوى  غوښتنې  اوستونزې واوريدې .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛  په دې کتنه کې وسيم اميري او محمد اکبر  عظيمي د کابل ښار د جوي شير د ناشرانو او کتاب پلورونکو په استازيتوب خپلې غوښتنې اوستونزې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  له سرپرست سره  شريکې کړې .
هغوى خپلې  لاندې ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره مطرح کړې او د هغوی د حل غوښتنه یې وکړه: د کتاب د بازار لپاره د مناسب ځاى  نشتوالی،  د کتاب د نندارتون د جوړولو لپاره د ځاى نشتوالی، د حکومت له خوا د څو ډوله ماليې اخیستل ،سره له دې چې د دوى په خبره (د قانون له مخې خپرونې  اوکتاب  د ماليې  له ورکولو څخه معاف دي )، دغه راز د قرنطين په مياشتوکې د دوى  د دکانونو د کرايې پر ورکولو د کابل ښاروالۍ ټينګار، په داسې حال کې چې په دې موده کې د کابل ولايت او د اړوندو بنسټونو د پرېکړې له مخې، د اصنافو دکانونه تړلې وو.
محمد طاهر زهير د ناشرانو اوکتاب پلورونکو ملاتړ وکړ او  د کتاب د دايمي  او نړيوال نندارتون او همدارنګه  د کتابونو د  پلورلو لپاره د مناسب ځاى د جوړولواو د کتاب اوکتاب پلورنې د بازار د ودې او غوړېدا لپاره یې د دغه وزارت د پروګرامونوپه باب معلومات ورکړل.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  د کتنې په بهير کې د دغو ناشرانو او کتاب پلورونکو په شتون کې  د کابل  له والي محمديعقوب حيدري سره اړیکه ونیوله او  د دوى د دکانونود کرايې ستونزه یې ورسره  شريکه کړه او په دې برخه کې يې د کابل والي  پرهمکارى تينګاروکړ.
د کابل والي  ژمنه وکړه  چې له اصنافو سره د مرستې له پیسو به  له  دوى سره همکاري وشي.
په همدې ترتيب د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  د دغه وزارت د نشراتي چارو معين عبدالمنان شيواي شرق ته  وویل چې  په دولتي ورځپاڼو کې  په وړيا ډول يوه پاڼه  د هغو کتابونو معرفي کولو ته  ځانګړې شي چې ناشران یې چاپوي.
دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د ناشرانواو کتاب پلورونکو د نورو ستونزو د څېړنې په برخه کې د همکارى ژمنه وکړه او له هغوى څخه يې وغوښتل چې  خپلې غوښتنې اوستونزې  په ليکلي ډول هم دغه وزارت ته وسپاري .
د يادونې وړ ده چې د کابل  په جوي شير کې دېرش ناشران  اونوي کتاب پلورونکي  فعاليت کوي .
کابل / دزمري ٣٠مه /باختر