د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس: د تاريخي او فرهنګي ميراثونو ساتنې ته ژمن يو

wares_admin
Fri, Apr 26 2024 3:04 PM
....

چهارشنبه (۱۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د پريان ولسوالۍ د خاواک له ډبرينو ګنبدونو څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي او فرهنګي ميراثونو ساتنې ته ژمن دی.

نوموړي زياته کړه؛ د هرې سيمې تاريخي آثار د هغې سيمې تاريخي شاليد منعکس کوي، چې دا آثار د زيات تاريخي ارزښت او اهميت درلودونکي وي او خلک يې په ليدلو سره خپل تېر تاريخي وقار رايادوي، ښاغلي ملکزاده ټينګار وکړ، چې تاريخي آثار او آبدات د يوه هېواد مشترکه ملي سرمايه وي، باید په اساسي ډول وساتل شي.

ښاغلي ملکزاده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملاتړ سره د تاريخي آثارو او آبداتو د بيارغونې خبر هم ورکړ.

د خاواک ډبرين ګنبدونه د پنجشېر ولايت په پريان ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې ۸۰۰ کاله پخوانی تاريخي لرغونتوب لري.

۲۰۲۴/۴/۲۴ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۵ هــ ل