له اورښتونو وروسته د قلات بالاحصار څخه د پاملرنې په موخه لیدنه وشوه

wares_admin
Tue, Apr 23 2024 12:36 AM
....

دوشنبه( ۱۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس د فرهنګ  او ګرځندوی د آمر په ملتیا  د تاریخي ځایونو د لیدنې په ترڅ کې د قلات تاریخي بالاحصار څخه څارنه او کتنه ترسره کړه  او له درنو اورښتونو وروسته یې د دې تاریخي ابدې حالت و ارزوو.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: له تیرو ۳۰ کلونو دې بالاحصار ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې، هڅه کوو ترڅو د وزارت مقام په پاملرنه د قلات بالاحصار او نورو تاریخي آبدو د رغونې لپاره کار وکړو.

 د يادونې وړ ده چې د قلات بالاحصار د زابل له تاریخي آبدو څخه شمېرل کیږي.

۲۰۲۴/۴/۲۲ ميلادي
۱۴۰۳/٢/٣هــ ش