د غوره ښاري فرهنګ د عامولو په موخه ناسته ترسره شوه

rahim_admin
Mon, Apr 22 2024 9:45 AM
Kabul province

یکشنبه ( ۱۲ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي په خپل کاري دفتر کې د کابل ښاروالۍ، د ترافیکو ریاست او افغان فلم ریاست له استازو اومسؤلینو سره د غوره ښاري فرهنګ په برخه کې د عامه پوهاي پر لارو چارو او دودولو  ناسته ترسره کړه.

د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: په ښار کي د ژوند کولو لپاره د قوانینو په لړ کې تر ټولو مهمه او اساسي قاعده ښاري فرهنګ دی، چي په نه عملي کولو سره یې ښاري ژوند څو چنده له ناکامۍ سره مخ کیږي، عامه پوهاوي د حکومتونو دنده او هر ښاري په ټولنیز او فردي ډول مکلف دی چې ښاري فرهنګ او مقررات رعایت کړي.

په دې ناسته کې د ترافیکو، کابل ښاروالۍ او افغان فلم ریاستونو مکلفیتونه مشخص او پرېکړه وشوه چې په کابل ښار کې د ترافیکي نظم او صفایۍ د مراعات کولو او ښاري فرهنګ د ترویج په برخه په غږیز، چاپي او ویډیويي بڼه مهم پیغامونه، تنویري او تمثیلي پارچې او اعلانات ثبت او تولید  کړي او د رسنیو له لارې يې تر خلکو ورسوي.

همدا راز د هنر او فرهنګ معين ښاغلي عزيزي د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو ونډه مهمه وبلله او غوښتنه یې وکړه، چې رسنۍ باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په ګډه د غوره ښاري فرهنګ په وده او تطبیق کې ونډه واخلي.