د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون ناسته جوړه شوه

گمنام (غیر مصدقہ)
Mon, Jul 13 2020 11:42 AM
د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون ناسته جوړه شوه

د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ ناسته وکړه
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د ناستې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کمېسيون د دندو او صلاحيتونو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او د کمېسيون له غړيو څخه يې وغوښتل چې په بشپړ دقت او د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ او قانون په رڼا کې د هغو شکايتونو په اړه چې کمېسيون ته رسېدلي دي؛ تصميم ونيسي.
وروسته د کمېسيون غړيو د لسو شکايتونو او سرغړونو په اړه چې کمېسيون ته رسېدلي دي؛ خبرې وکړې او په هره برخه کې يې لازم تصميم ونيو.
د ناستې په پاى کې د کمېسيون غړيو، د کمېسيون د غړي ارواښاد خدابخش محسني روح ته چې څه موده وړاندې وفات شوى دى؛ دعا وکړه.
کابل / د چنګاښ ٢٢ مه / باختر