د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون ناسته جوړه شوه

ehsan
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۱۱:۴۲
د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون ناسته جوړه شوه

د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ ناسته وکړه
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د ناستې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کمېسيون د دندو او صلاحيتونو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او د کمېسيون له غړيو څخه يې وغوښتل چې په بشپړ دقت او د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ او قانون په رڼا کې د هغو شکايتونو په اړه چې کمېسيون ته رسېدلي دي؛ تصميم ونيسي.
وروسته د کمېسيون غړيو د لسو شکايتونو او سرغړونو په اړه چې کمېسيون ته رسېدلي دي؛ خبرې وکړې او په هره برخه کې يې لازم تصميم ونيو.
د ناستې په پاى کې د کمېسيون غړيو، د کمېسيون د غړي ارواښاد خدابخش محسني روح ته چې څه موده وړاندې وفات شوى دى؛ دعا وکړه.
کابل / د چنګاښ ٢٢ مه / باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۸:۵۶
Background image

محمد طاهر زهیر: علم ګنج تاریخي بڼ به له بیارغاونې وروسته ترډېره د فرهنګی چارو لپاره وکارول شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهرزهیر نن د علم ګنج تاریخي بڼ،  چې بیا پر ماشین خانې هم مشهور شو، د لیدو پر مهال وویل چې دا بې ساری تاریخی ځای به له بیارغاونې. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۶ - ۹:۱۷
Background image

محمد طاهر زهير د هېواد د پېژندل شوي فرهنګي او هنري بنسټ په توګه د کابل نندارې د بيارغاونې پر ژر پيل ټینګار وکړ

-
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ګرځندوى، ملي تياتر، کابل نندارې او موسيقۍ رياستونو د بېلابېلو څانګو د کتنې په وخت کې لارښوونه وکړه چې د هېواد د پېژندل شوي فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۵:۰
Background image

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سيمې په کچه د خان عبدالغفار خان علمي سيمينار جوړوي


د خان عبدالغفارخان د علمي سيمينار د جوړولوغونډه  نن  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  د سرپرست محمدطاهر زهير په مشرۍ  او د خپرونو د چارو او د مالي ، اداري اوګرځندوى د معينانو او د علومو اکاډمۍ. . .

BACK TO NEWS