د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ د دې وزارت د رهبرۍ غونډه جوړه شوه.

moic_admin
Sun, Jun 28 2020 9:46 PM
meeting

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ د دې وزارت د رهبرۍ غونډه جوړه شوه.

په هغې غونډه کې چې د دغه وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ او د فرهنگ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوری، د مالی، اداري او ګرځندوی د معینې سیدي مژګان مصطفوي او د خپرونو معین عبدالمنان شیوای شرق په ګډون جوړه شوه؛ د وزارت د بودجې، تشکیل او د کرونا ويروس په هکله د خپرونو معینیت د عامه پوهاوی پروګرامونو او اړوند نورو موضوعاتو په هکله خبرې وشوې او په هره برخه کې لازمې پریکړې وشوې