په تېرو درې کلونو کې بغلان کې ۱۱۰ لرغونې او کلتوري سیمې کشف او پيژندل شوي دي
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمریت له لوري تيره ورځ د فرهنګي میراثونو د ساتنې په پار غونډه ترسره شوه.
په ياده غونډه کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وويل: چې د افغانستان اسلامي امارت د حاکميت راپدیخوا یې د بغلان په اړوندو کې ۱۱۰ نوې لرغونې او کلتوري سیمې کشف کړي چې په دې سره د بغلان د ټولو لرغونو او کلتوري سیمو شمیر ۱۲۵ ته رسېږي.
هاشمي ډاډ ورکړ،چې په دغه ولایت کې په وروستیو درې کلونو کې لرغونې او کلتوري سیمې تخریب او لوټل شوي نه دي او د ۰۱۲ امنیتي قطعې او د سیمه ییزو قومي مشرانو په هڅو توانیدلي، چې د دې ارزښتناکه سیمو د تخریب او لمنځه وړلو څخه مخنیوی وکړي.
د کلتوري او ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وویل:چې په د غه ولایت کې ګڼې لرغونې او کلتوري سیمې د تېر کلن اشغال پرمهال د ځايي زورواکو، سیمه ییزو قومندانانو او د اشغالګرو له لوري په بیلابیلو نومونو لوټل شوي او پاملرنه ورته نه ده شوې.
قومي مشر عاشق رسول او حاجي عبدالغفار تره خېل وویل:چې د لرغونو اثارو او فرهنګي میراثونو ساتلو ته ژمن دي او هڅه به وکړي، چې د لرغونو او کلتوري سیمو په پيژندلو او ساتلو کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري وکړي.