په تېرو درې کلونو کې بغلان کې ۱۱۰ لرغونې او کلتوري سیمې کشف او پيژندل شوي دي

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۷:۳۱
…

 

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمریت له لوري تيره ورځ د فرهنګي میراثونو د ساتنې په پار غونډه ترسره شوه.

په ياده غونډه کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وويل: چې د افغانستان اسلامي امارت د حاکميت راپدیخوا یې د بغلان په اړوندو کې ۱۱۰ نوې لرغونې او کلتوري سیمې کشف کړي چې  په دې سره د بغلان د ټولو لرغونو او کلتوري سیمو شمیر ۱۲۵ ته رسېږي.

هاشمي ډاډ ورکړ،چې په دغه ولایت کې په وروستیو درې کلونو کې لرغونې او کلتوري سیمې تخریب او لوټل شوي نه دي او د ۰۱۲ امنیتي قطعې او د سیمه ییزو قومي مشرانو په هڅو توانیدلي،  چې د دې ارزښتناکه سیمو د تخریب او لمنځه وړلو څخه مخنیوی وکړي.

د کلتوري او ګرځندوی آمر مولوي عزت میر حقاني وویل:چې په د غه ولایت کې ګڼې لرغونې او کلتوري سیمې د تېر کلن اشغال پرمهال د ځايي زورواکو، سیمه ییزو قومندانانو او د اشغالګرو له لوري په بیلابیلو نومونو لوټل شوي او پاملرنه ورته نه ده شوې.

قومي مشر عاشق رسول او حاجي عبدالغفار تره خېل وویل:چې د لرغونو اثارو او فرهنګي میراثونو ساتلو ته ژمن دي او هڅه به وکړي، چې د لرغونو او کلتوري سیمو په پيژندلو او ساتلو کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS