روزګان کې د وړیا زده کړو له مرکز څخه ۲۰۰ کسان فارغ شول
د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ۶ میاشتنیو وړيا زده کړو له مرکز څخه ۲۰۰ تنه د کمپیوټر او انګلیسي برخو څخه د يو غونډې په ترڅ کې فارغ شول، په کې د دغه ولایت والي الحاج مولوي عنایت الله شجاع، د امربالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مفتي کریم الله فقیر، د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغاولي قریشي، د پوهني ریاست مرستیال مولوي محمدطیب تعلیمي او یو شمېر نورو مسوولینو او ځوانانو برخه درلودل.
په ياده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاري آغاولي قریشي وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست په اډانه کې د یادو وړیا زدکړو د ۶ میاشتني بهیر د عصري زده کړو پر مهال له انګلیسي او کمپیوټر څخه ۲۰۰ تنه فارغ کړي دي، چې تر ډېره د بيوزله او د شهیدانو د کورنۍ ماشومان شامل وو او دا ریاست به نور هم کوښښ وکړي ترڅو د خپلو زده کړو بهیر پراخه او په ټولو برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.
د روزګان والي مولوي عنایت الله شجاع عصري زده کړو ته د ماشومانو د هڅولو ترڅنګ وویل: په اوسنیو وختونو کې اړتیا ده چې اسلامي او عصري زده کړي ترسره شي او د نورو له احتیاج څخه ځان خلاص کړو.
فارغه شويو زده کوونکو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یادو وړیا زده کړو د ترسره کېدو مننه وکړه او وویل: په ښار کې د زده کړو د ترسره کېدو وس یې نه درلود او خوشحاله دي چې په وړیا ډول یې زده کړې ترسره کړې.
هغوی په راتلونکي کې هم د دغه ډول زده کړو د ترسره کېدو غوښتنه کوله.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم تېر کال د همدغه ریاست د وړیا زده کړو د مرکز څخه په لسګونه کسان فارغ شوي دي.
1445/8/28ھ ش
1402/12/20ھ ق