د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست عامه کتابتون وکوت

گمنام (غیر مصدقہ)
Thu, Jun 25 2020 8:16 AM
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست عامه کتابتون وکوت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر نن د عامه کتابتون ریاست وکوت او د هغې ادارې ستونزې یې واورېدې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې، په دې کتنه کې لومړی د عامه کتابتون رییس حمیدالله شهراني د کتابتون د هرې برخې په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د هېواد د پېژندل شوي شاعر او عارف ارواښاد حیدري وجودي د کار میز هم ولید او د هغه مړینه یې په عامه کتابتون کې یوه ستره تشه وبلله.
شهراني د عامه کتابتون ستونزې لکه د کتابونو لپاره د مناسبو تالارونو اواداري دفترونو نشتوالی او د بودجې کمښت او همدارنګه د عامه کتابتون د مجتمع پیشنهادي طرحه چې په هغې کې د عامه کتابتون ټول معیارونه په پام کې نیول شوي دي او دغه راز نور وړاندیزونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره شریک کړل.
د وزارت سرپرست د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه او همدارنګه ټینګار یې وکړچې هغه ریاست دې د عامه کتابتون د مجتمع پیشنهادي طرحه تر لسو ورځو پورې بشپړه کړي او د نورو اجرااتو لپاره دې د وزارت مقام ته وسپاري

-کابل / د چنګاښ لومړۍ/ باختر