نيمروز کې د سیرت‌النبيﷺ د سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول

wares_admin
Tue, Feb 20 2024 11:11 AM
…

تېره ورځ د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په خاشرود ولسوالۍ کې دسيرت النبيﷺ د سيالۍ د غوره ګډونوالو د ستاينې په موخه لمانځغونډه تر سره شوه.

  یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام، د کلتور او ګرځندوی آمر مدثر دراني، د خاشرود ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالغفار فاتح، د جامع جومات خطيب، استاذانو، زده‌کوونکو او ځوانانو ګډون درلود.

ښاغلي الهام وويل: ځوانان بايد له دې طلايي فرصت څخه، چې د امنيت او د ورورولۍ فضا حاکمه ده، ګټه پورته کړي او خپلو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، اسلامي امارت د ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره ډیر پلانونه لري، موږ او تاسې هم باید هڅه وکړو چې خپلو اولادونو ته ښه تعلیم ورکړو.

يادو مراسمو کې د سیرت‌النبيﷺ سیالۍ ۱۰ تنو غوره ګډون کوونکو ته جايزې ورکول شوي. 

۱۴۴۵/۸/۸ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۲۹ هـ ل